د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او ورسره پلاوو د افغانستان او ترکمنستان ګډې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د رغونې له چارو ليدنه وکړه.
په دې کاري ملاقات کې د ټاپي نلليکې د عملیاتي چارو د لیدنې سر بېره د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ ګودامونو، د نوري فایبر انتقال او د ویزو او ټرانسپورتي چارو پر اسانتياوو هم خبرې وشوې.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د چارو پرمختګ، د کارونو چټکتیا او راتلونکو ګامونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د وسپنې پټلۍ پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د ویزې د ورکړې د بهير ساده کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق اباد کې خپلو ناستو ته دوام ورکوي.