د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملې ادارې عمومي رییس ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلکو نړیوالې موسیسې له مرستیال احسان الله نعیم او د اړیکو مسول حمیدالله سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
ملا نورالدین ترابي د یادې موسیسې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، خوښ یوو چي موسسې د اولس لپاره د بهر هېوادونو څخه مرستي راوړي او پر مستحقو کسانو یی ویشي.
نوموړي د دې موسیسې د ټول کاري ټیم څخه مننه کړې، چې په سختو شرایطو کې زموږ د زوریدلي اولس سره همکاري کوي.
ښاغلي ترابي زیاته کړې، د ټولو موسساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه دا ده، چې د ژمي په راتګ سره مرستي زیاتي کړي او په چټکۍ سره یی وویشي.
د اړمنو خلکو نړیوالې موسسې مرستیال د ملا نورالدین ترابي څخه ځانګړي مننه کړې او ویلي يي دي، ۲۲ کاله کیږي چې یاده موسسه په افغانستان کې فعالیت کوي او د زراعت، پوهني او داوبو د کانالونو په برخه کې کار کوي.
د یادوني وړ ده، چې د ۶۱۲ زره ډالرو په ارزښت دغزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې یو زر او ۵۹۴ کورنیو ته دګرموونکو وسایلو او د سون توکو رانیولو لپاره د نغدو پیسې ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته به د ۲۰۰ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.
دغهراز د یو زر او ۵۹۴ د کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ژمنیو ګرمو جامو رانیولو لپاره د نغدو پیسو ووېشل شي، چې هري کورنۍ ته به د ۷۴ امریکایی ډالره معادل افغانۍ ورکړل شي.
او همدارنګه د یو زر او۵۹۴ کورنیو له جملې څخه ۷۹۷ کورنیو ته د ګرمو کمپلې ووېشل شي، چې هرې کورنی ته به د ۵۷ دالرو معادل افغانیو په ارزښت پینځه کمپلې ورکړل شي.