ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د افغان تولید درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د صنعت او سودګرۍ وزارت د نندارتونو ریاست په ابتکار او د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ د یوه شرکت لخوا د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه په پاچا خان مرکز کې د افغان تولید درې ورځنی نندارتون  نن سې‌شنبه د لیندۍ ۲۷مه نېټه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

د نندارتون په پرانیست غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د یاد ولایت د بېلا بېلو ملکي او نظامي ادارو رییسانو او مسولینو، د یاد شرکت مسولینو،د اکشن ایډ نړېوالې موسسې مسولینو، ګڼ شمېر پانګه والو او د خصوصي سکتور مسولینو او صنعتکارانو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس سید عبدالبصیر پاچا ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلام مبارک دین په رڼا کې د نندارتون د جوړیدو پر اهمیت خبرې کړي او د داسې نندارتونونو جوړویدل یې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره یوه ښه زمینه ګڼلې ده.

همدرانګه د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی پر ټولو هغه شتمنو او پانګه والو غږ کړی، تر څو په هېواد کې له ډاډمن امنیت څخه په استفادې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

مولوي عزیز الله مصطفی ویلي، چې د صنعتکارانو او سوداګرو د ستونزو د شریکولو لپاره د ننګرهار ولایت مقام او ټولې دولتي ادارې تل د دوی په چوپړ کې دي او هر وخت کولی شي خپلې ستونزی د صنعت او سوداګری ریاست سره په همغږۍ شریکې کړي.

همدارنګه د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیتی چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز او پر نوموړي سربېره پدی غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولی محمد محسن، د علماوو شورا رییس، د اکشن ایډ موسسې مسول، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، صنایعو او معادنو خونې او د ختیځ زون د غالۍ اوبدونکو اتحادیې مسولینو لنډې خبرې وکړې.

دغه‌راز د مسولینو تر ویناوو وروسته د ننګرهار مرستیال والي او نورو مسولینو له لوري د نندارتون رسما پرانسته وشوه او ټولو مشرانو په ګډه د داخلي تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

په دغه نندارتون کې بېلا بېل توکي په ۱۰۰ غرفو کې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوې دي، چې ۵۰ غرفې یې یوازې تازه او وچو میوو ته ځانګړې شوې دي.