د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال جان فنډر د پاکستان د لیرې واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو پروګرام د دوام په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان دغه ډول اقدامات امریکا ته څرګندېدونکی ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړې؛ که دا پرمختګونه دوام وکړي، پاکستان به دا وړتیا ولري چې د سویلي اسیا څخه د باندې، حتی د متحده ایالاتو په شمول، اهداف په نښه کړي.
دغه بندیزونه د پاکستان پر ملي دفاعي ادارې هم لګوي، چې د دې هېواد توغندیز پروګرام چارې تنظیموي.
درې هغه نورې ادارې (افېلیاټیس انټرنېشنل، اختر اینډ سنز پرائیوټ لمیټیډ او راک سائډ انټرپرائز) چې د ټولو مرکزونه د پاکستان کراچۍ ښار کې دي، د نویو بندیزونو له مخې په نښه شوي دي.
د دې بندیزونو له لګېدو سره به په امریکا کې د یادو ادارو شتمني کنګل شي او امریکایانو ته به له دې ادارو سره د کاروبار کولو اجازه نه ورکول کېږي.
دا په ۲۰۲۴ کال کې دویم ځل دی چې امریکا د پاکستان د وسلو پر پروګرامونو نوي بندیزونه لګوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د امریکا بندیزونه بدمرغه او متعصبانه دي، چې ورسره به سیمه ییز ثبات زیانمن شي.
پاکستان خپل اټومي وسلې او د بالستیک توغندیو پروګرامونه د هند د تهاجمي سیاستونو پر وړاندې د یوه مخنیوي په توګه وړاندې کوي او وايي چې دا د سیمې ثبات ساتلو لپاره دي.