ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي: اسلامي امارت د علمي برخې پرمختګ ته ژمن دی

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د جامعه ابوبکر صدیق (رض) مدرسې څخه د لیدنې پر مهال د استادانو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د حل په برخه کې یې پوره ډاډ ورکړی.

د جامعه ابوبکر صدیق مدرسې بنسټ ایښودونکي هم د دې دیني زده کړو مرکز اړوند خپل وړاندیزونه او ستونزې له کابل والي سره شریکي کړي او د پاملرنې هیله یې څرګنده کړې.

د کابل والي د ابوبکر صدیق مدرسې استادانو او زده کوونکو سره په مجلس خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، چې په نظام کې د ننه کسان ټول د دیني  مدرسو او تعلیمي ځایونو ثمره ده او له همدې تعلیمي مرکزونو څخه د سپېڅلي جهاد اعلان شوی، چې له برکته یې نن هېواد بشپړه سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزه خپلواکي لري.

ښاغلي خالد زیاته کړې، د افغانستان د علماوو یو لوی سعادت په برخه دی، چې ټول ژوند یې د الله په لار کې تېر شوی او تېریږي.

د نوموړي په وینا؛ افغانان اوس د خپل شل کلن جهاد موخې ته، چې د هېواد ازادي او د اسلامي نظام حاکمېدل وو رسېدلي او اوس یې ساتنه د هر افغان دنده ده.

ښاغلي خالد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د هېواد اقتصادي او نظامي برخو ترڅنګ د علمي برخې پرمختګ ته هم ژمن دی.

کابل والي ټینګار کړی، چې د دیني مدرسو کیفیت ته باید ډیره پاملرنه وشي او د مدرسو مسولین مکلف دي چې زده کوونکي په ښه معیار او اسلامي روحیه وروزي.