ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په علمي او پراختیایي چارو کې د پرمختګ هڅې پیل کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دوشي ولسوالۍ په جامعه رازقیه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

په دې مراسمو کې د امر بالمعروف، نهې عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مرستیال، د بغلان سیمه ییزو چارواکو او مسولینو، علمای کرامو، جهادي قومندانانو، د پوهنتون او معارف مسولینو، قومي مخورو، سپین ږېرو او ګڼ شمېر ځایي خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د بغلان مرستيال والي مولوي همايون جهاديار ياد ولايت ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پر سفر خوښي څرګنده کړې اوویلي يي دي، اسلامي نظام په بغلان کې قوي ريښې لري او سیمه ییزې ادارې توانېدلي د ولسونو په همکارۍ په ټول بغلان کې امنیت ټينګ کړي.

نوموړي دغه راز په بېلابېلو برخو کې د بغلان د ولسونو یو شمېر وړاندېزونه هم له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

همدارنګه د امر بالمعروف، نهې عن المنكر او شكايتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي فارغ شویو علماوو ته د فراغت مبارکي ویلې او د ځوان نسل لپاره يې د دیني او نورو اړینو علومو پر زده کړو ټېنګار کړی.

شیخ فقیر محمد محمدي په علمي او ټولنیزو چارو کې د علماوو هڅې ستایلي او ویلي يې دي، علما او د پوهنتون استادان دې په ګډه د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوي هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ټولو حاضرينو ته له رازقیه مدرسې څخه د علماوو د فراغت مبارکي ویلې او بغلان ته یې پر خپل سفر خوښي څرګنده کړې ده.

 مولوي عبدالکبير ویلي، اسلامي امارت په علمي او پراختیایي چارو کې د پرمختګ هڅې پیل کړي چې په تدریجي ډول به د ولس ستونزې ورسره حل شي.

نوموړي څرګنده کړې، د اشغال پرمهال د اسلامي امارت غړو له مرګ او زندان پرته بل انتخاب نه درلود، خو د ولس د قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم او د پخوانیو او وروستیو شهیدانو ټولې هیلې ترلاسه شوي دي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې صالح مجاهدین د اسلامي امارت مشران وروڼه بللي او ویلي يې دي؛ اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او ټول عمر به خپلو اصولو ته پابند پاتې شي، پر اسلام او اسلامي امارت معامله ناشونې ده.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د تېرې ادارې پوځیانو ته عمومي بښنه شوې او په پوره ډاډ ژوند کوي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د اسلامي اصولو پر بنسټ بللي او ویلي یې دي، افغان حکومت د اړوندو مسایلو په اړه مسولانه چلند کوي.

مولوي عبدالکبير ویلي، د بغلان ولسونه دې له سیمه يیزو چارواکو سره په همغږۍ اسلامي امارت ته د ستونزو د حل وړاندېزونه وکړي ترڅو اړوند ادارې يې په هکله لاس په کار شي.