ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبين د درې میاشتني مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد مراسم د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه دیندوست، د قول اردو مرستیال سید عبدالجبار اغا، د ملي دفاع وزارت استازي او یو شمېر مسولینو او منسوبينو په ګډون ترسره شول.

مسولینو د مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو پر اهمیت او د اسلامي نظام د پاېښت او بقا لپاره د هر اړخيزو خبرو تر څنګ، د یادې قول اردو درستيزوال شیخ نقیب الله عزیزي نظم او ډسپلین د اسلامي نظام یو اصل بللی.

همدارنګه ياد مراسم د منسوبینو له لوري د نندارو په وړاندې کولو او فارغانو ته د بری لیک په ورکولو سره پای ته رسېدلي.