ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي برید له امله ۴۶ کسان شهیدان شوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په څلورو ځایونو برید کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې برید کې ۴۶ کسان شهیدان او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د دې برید او بمبار ډېری قربانیان ښځې او ماشومان ښودل شوي دي.

له دې وړاندې ملي دفاع وزارت پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځ له لوري وحشیانه بمبار په کلکو ټکو غندلی او په غبرګون کې یې ویلي، چې اسلامي امارت به د افغانستان پر خاوره د پاکستان برید بې‌ځوابه پرې‌نږدي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي.