سریزه
افغانستان په نړۍ کې په هغو هېوادونو کې راځي چې بډایه کاني زېرمې لري. له دې زېرمو څخه یې لاهم ډېرې تراوسه تر خاورو لاندې دي چې د ځینو یې د سروې او کشف پړاوونه بشپړ شوي او را ایستلو ته چمتو دي او د ځینو کانونو د را ایستلو په برخه کې یو لړ هڅې هم شوې دي.
د افغانستان ډېرې کاني زېرمې لاهم پرخپل ځای پاتې چې که په سم ډول را وایستل شي او په معیاري بڼه پروسس شي، نو هېواد له ډېرو اوسنیو اقتصادي ستونزو خلاصولای شي.
د دغه بډایه شتمنیو په را ایستل کېدو سره به نه یوازې زموږ هېوادوال له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو خلاص شي، بلکې د هېواد بېلابېلې برخې به پرمختګ وکړي او هېواد په مو په سیمه کې له سیالانو سره سیال شي.
کانونه د افغانستان لویه شتمني او اقتصادي سرچینه ګڼل کیږي.
په دې لیکنه کې به د یو لړ هغو کانونو په ارزښت لنډه رڼا واچوو چې د کانونو د اکتشاف او استخراج په لړ کې یې چارې شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې او د ځینو کارونه هم پیل شوي دي.
د افغانستان کانونه
د ځمکې پېژندنې وروستۍ څېړنې ښیي چې افغانستان په ۸۹ سیمو کې بډایه کاني زېرمې لري چې د استفادې وړ ګرځېدلای شي.
د دغه څېړنې له مخې، تراوسه د دغه کانونو ډېر یې پرخپل ځای پاتې او نه دي را سپړل شوي.
د هغه څیړنې له مخې چې په اقتصادي نشریه کې خپره شوې ده افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې د بېلابېلو معدني موادو لکه ګرانبیه ډبرو، سرو زرو، ډبرو سکرو، اوسپنې، مسو، بیرایتو، نفتو، طبیعي ګاز او نورو کاني زېرمې لري.
د دغه څیړنې له مخې افغانستان ۶ د لاجورو او ۶ د سرو زرو کانونه لري، د دغه کانونو له ډلې د سروزرو مهم کان په بدخشان کې موقعیت لري او ویل کیږي چې د دغه کان لمن آن تر کندهار ولایت پورې غځېدلې ده. د افغانستان مهم کانونه کولی شو په دې ډول وویشو؛ ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې، نجیبه فلزات لکه سره زر او سپین زر، پولی میتالونه لکه سرپ او جست، نفت، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره، باریت، مالګه، یورانیم، اوسپنه، مس، ساختماني مواد او نور.
خو لکه چې مخکې مو وویل دا شتمني له پیړیو را په دېخوا په خپل حال تر ځمکې لاندې پرته ده او په تېر کې یې هیچا د را ایستلو په موخه ملموسې هڅې نه دي کړې.
افغانستان د اوسپنې بډایه زېرمې لري چې یو یې هم د حاجیګک کان دی چې د اټکل له مخې ۱۰۸ میلیارد ټنه اوسپنه لري او اوه نور کانونه د بابا د غره په لړیو کې پیژندل شوي دي.
د رسمې معلوماتو له مخې، افغانستان د مسو شاوخوا ۱۲ کانونه لري چې مهم یې د عینک د مسو کان دی.
د دې ترڅنګ بیرایت هم په هېواد کې شته چې کچه یې تر شاوخوا دوو میلیون ټنو پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه په هېواد کې د ډبرو سکرو هم ډېر کانونه پرخپل ځای پاتې چې را سپړل یې نه یوازې د سون توکو په برخه کې هېواد پرځان بسیا کوي، بلکې د ملي اقتصاد په غوړېدا کې هم مهم رول لوبولی شي.
د کانونو ارزښت ته په پام، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې د دغه ملي شتمنیو د را ایستلو اقدام کړی او له څو شرکتونو سره یې په پوره دقت او معیاري بڼه د لسګونه کانونه د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي.
په دې ډله کې یو شمېر یې ستر کانونه دي چې د ځینو کچه یې لوړه او د ملي اقتصاد له پاره مهم دي.
په هېواد کې د سترو کانونو د را سپړنې او را ایستنې چارو پیل
لکه چې مخکې مو وویل چې اسلامي امارت د یو شمېر کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي چې له دې ډلې یې ۲۱ هغه ستر کانونه دي چې کارونه یې په روان کال کې پیل شوي دي. دا کانونه په لاندې جدول کې په لنډ ډول را اخیستل شوي دي:
پانګونه په ډالر/ افغانۍ | د ستر مقیاس کانونه | شمېره |
۲٫۸۴۸٫۱۲۰،۰۰۰ ډالر | د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې لومړي بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۱ |
۸۷۴٫۲۸۱٫۰۰۰ ډالر | د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې دوهم بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۲ |
۷۷٫۳۳۰٫۰۰۰ ډالر | د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې درېیم بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۳ |
۱٫۰۱۷٫۵۰۰٫۰۰۰ ډالر | د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د اوسپنې پروژې څلورم بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۴ |
۱۴۰٫۱۰۵٫۴۵۹ ډالر | د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۵ |
۴۶٫۲۷۰٫۰۰۰ ډالر | د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې د لومړي بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۶ |
۸۹٫۲۰۹٫۳۸۰ ډالر | د غور ولایت تولک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې دوهم بلاک د کان کیندنې قرارداد | ۷ |
۴۸٫۵۱۰٫۴۲۰ ډالر | د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو د درېیم بلاک د (ګاو مزار) برخې د استخراج تړون | ۸ |
۲۴۷٫۸۴۱٫۶۲۲ ډالر | د غور ولایت شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو پروژې د درېیم بلاک نیمايي برخه د کان کیندنې قرارداد | ۹ |
۳۱۰٫۷۱۵٫۴۲۰ ډالر | د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ د سمتي طلا پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۰ |
۱۲۵٫۳۳۸٫۹۰۰ ؋ | د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د قره زغن ساحې د سرو زرو د کان کیندنې قرارداد | ۱۱ |
۲۷٫۵۰۰٫۰۰۰ ډالر | د کابل ولایت د جګدلک سیمې د یاقوتو د کان کیندنې پروژې قرارداد | ۱۲ |
۲۱۳٫۲۲۴٫۰۰۰؋ | د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ د دوهم بلاک د کرومایتو پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۳ |
۱۸۰٫۲۰۶٫۰۰۰ ؋ | د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د لومړي بلاک د کرومایټ پروژې قرارداد | ۱۴ |
۶۴۳٫۸۱۰٫۰۰۰ ؋ | د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ د څلورم بلاک د کرومایټ پروژې قرارداد | ۱۵ |
۲۲۰٫۰۰۰٫۰۰۰ ډالر | د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۶ |
۴٫۰۲۷٫۰۰۰ ډالر | د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ د چهار اولنګ سیمې د باریتو پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۷ |
۱۳۸٫۰۸۷٫۸۵۳ ډالر | د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۸ |
۸۲٫۱۸۴٫۵۰۰ ډالر | د کندهار ولایت شوراندام ولسوالۍ د سیمنټو پروژې د کان کیندنې قرارداد | ۱۹ |
۱۸٫۶۳۸٫۰۰۰ ؋ | د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ د مسجد چوبي د ډبرو سکرو د کان کیندنې قرارداد | ۲۰ |
۲۹۸٫۸۰۲٫۲۶۰ ؋ | د هرات ولایت اوبې ولسوالۍ د نایک سیمې د ډبرو سکرو د کان کیندنې قرارداد | ۲۱ |
ټوله پانګه په افغانۍ( د یوه ډالر بیه ۶۷ افغانۍ): ۴۱۴٫۹۸۲٫۷۵۷٫۲۷۸ افغانۍ | ||
څلور سوه او څوارلس میلیارده او نهه سوه دوه اتیا میلیونه اوه سوه اوه پنځوس زره دوه سوه اته اویا افغانۍ |
د دغو کانونو د اکتشاف او استخراج په چارو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د سترو کانونو اقتصادي ارزښت
د افغانستان د کانونو اقتصادي ارزښت خورا لوړ دی او کولای شي د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ټاکونکی رول ولوبوي.
دا کانونه د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې لوی ظرفیت لري او کولای شي ډېره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جلب او د عوایدو د لوړېدو لامل شي.
په دې برخه کې به د کانونو په ارزښت لنډ تم شو:
اوسپنه: د هرات د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کان په څلورو سیمو کې خصوصي شرکتونو ته سپارل شوی دی. د کانونو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې دا کان څلور بلاکه دی چې هر بلاک یې ۲۵۰ کیلومتره ساحه له ځان سره لري. د هرات د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې کار له یو میلیارد او ۸۰۰ ټنه اوسپنه لري چې د استخراج په پېلېدو سره به یې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره او د ملي عوایدو په لوړولو کې به مرسته وکړي. په هرات کې د اوسپنې بل کان د پشتون زرغون ولسوالۍ په توده سیمه کې موقعیت لري چې ۱۷ کیلومتره مساحت لري او د زېرمې کچه یې ۷
میلیون ټنه اټکل شوې ده. د قراردادي شرکت مسوولین وایي، د اوسپنې د ډبرو د را ایستلو په پیلېدو سره به د اوسپنې د ویلې کولو کارخانه هم جوړه کړي، ترڅو په هېواد کې د ننه د فولادو د تولید صنعت وده وکړي او نورو هېوادونو ته یې هم د صادېرېدو زمینه برابره شي.
مسوولین وایي د دغه کان ۵۰ سلنه اوسپنه خالصه ده د دغه کان د اکتشاف او استخراج په چارو کې تر ۱۵۰۰ پورې کسان په کار بوخت دي.
کرومیټ: د کوه صافي د کرومیټو کان د پروان له کوه صافي څخه پیل او د دغه ولایت تر «پیک سرپوخي» سیمې پورې ادامه لري. پر دې سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم د کرومیټو کانونه شته چې کولای شو د خوست، ننګرهار، لوګر، کونړ او کندهار یادونه وکړو.
د دغه فلز د ویلې کېدو ټکی ۲۱ زره او ۳۰۰ درجې د سانتي ګیراد دی او له اوسپنې او مګنیزیم سره یوځای موندل کیږي. د اوسپنې د ویلې کولو په کارخانو کې دا توکی له اوسپنې سره ګډوي چې په نتیجه کې یې د اوسپنې مقاومت لوړیږي.
د فلزاتو د ویلې کولو کارخانې له کرومیټو څخه د متالوژي او کیمیاوي صنایعو او فلزاتو د مقاومت لوړولو په موخه استفاده کوي.
د افغانستان د صنعتي ودې او په ځانګړې توګه د حاجیګګ کان د را ایستل شوې اوسپنې د پروسس او فولادو صنعت په برخه کې کرومیټو ته ډېره اړتیا ده.
ګرانبیه ډبرې: افغانستان د ګرانبیه ډبرو لکه لاجوردو، زمردو او یاقوتو په برخه کې هم نړیوال شهرت لري. د جګدګ د یاقوتو کان د سروبي ولسوالۍ په ۳۵ کیلومترۍ او د کابل ښار په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
که څه هم پخواني شوروي اتحاد د دغه کان په اړه څېړنې کړې دي،خو ویل کیږي چې لاهم روښانه نه ده چې په دغه کان کې څومره یاقوت شته. یوازې ویل کیږي چې په هر متر مکعب کې له دوه زره او ۱۲۲ څخه تر درې زره او ۱۵۷ پورې یاقوت وجود لري.
تاریخي شواهد وایي چې په دغه کان کې کیندنې آن د امیرشیرعلي خان له وخته پیل شوې او دا قیمتي ډبرې په بېلابېلو بڼو را ایستل شوې دی. یاقوت تر الماس او زمرودو وروسته په نړۍ کې درېیمه قیمتې ډبره ده. دا کاني مود کولای شي د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړه او هېواد ته د پام وړ عواید برابر کړي.
د نړۍ په بازارونو کې د دغه کانونو بیه میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. د ملګرو ملتونو د پرمختیایي څانګې راپور ښیي چې د افغانستان قیمتي ډبرې په کلني ډول پنځه میلیون ډالره دي او که په مسلکي او مناسبه بڼه استخراج شي په کال کې ۱۶۰ میلیون ډالرو ته لوړېدای شي.
ساختماني مواد: د سمنټو د تولید په موخه د ساختماني ډبرو او ګچ کانونه هم د پام وړ ارزښت لري، په تېره بیا په هېواد کې د اړتیا وړ سمنټو د تولید په موخه دغه موادو ته سخته اړتیا ده.
دا کانونه کولای شي د سمنټو په تولید کې د هېواد اړتیا پوره او د زیربناوو د جوړولو په برخه کې استفاده شي. که دا کانونه په مسلکي ډول را و ایستل شي د هېواد له پاره به د عاید دوامداره سرچینه شي او د ساختماني موادو واردات به هم راکم کړي.
د انرژۍ تولیدونکي مواد: افغانستان د ډبرو سکرو پراخه زېرمې لري چې کولای شي د انرژۍ د کورنۍ اړتیا په پوره کولو سربېره صادر هم شي. د ډبرو سکرو مهم کانونه په بامیان، هرات او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.
د فولادو په صنعت کې د ډبرو سکرو لوړې تقاضا ته په پام سره له دغه کانونو استفاده کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د انرژۍ کورنۍ اړتیا پوره او حتی نړیوالو بازارونو ته هم صادرات ولري.
پایله
افغانستان خورا ارزښتمن کانونه لري. په دې کانونو کې د لیتیوم په شان داسې عناصر هم شته چې د معاصرې تکنالوژۍ له پاره حیاتي ارزښت لري. بېلا بېلو سروې ګانو او اقتصادي ارزونو ښودلې ده چې د دغه کانونو ارزښت له یوه تریلیون څخه تر درې تریلیون ډالرو پورې رسیږي.
د دغه کانونو د اکتشاف او استخراج په لاره کې څو لسیزې هڅې شوې دي، خو په هېواد کې د سیاسي بدلونونو، جګړو او بهرنیو یرغلونو له امله د افغانستان خلک نه دي توانیدلي چې دا کانونه را وباسي، څو د هېوادوالو د هوساینې لامل شي.
که د افغانستان کانونه په مسلکي ډول را و ایستل شي او عواید یې سم مدیریت شي د افغانستان خلک به له یوه بې وزله ملت څخه په یو شتمن او پر ځان بسیا ملت بدل شي.
اوس چې اسلامي امارت د کانونو په محور اقتصادي سیاست په پام کې نیولی او د هېواد په کچه یې د کوچنیو، متوسطو او سترو کانونو د اکتشاف او استخراج چارې پيل کړې دي، نو دا یو سترګام بللی شو.
اسلامي امارت ته ښایي چې د کانونو د استخراج د تړونو د لاسلیکولو ترڅنګ د هغه د چارو نظارت ته هم پاملرنه وکړي او هغه کانونه و څاري چې تر امارت مخکې یې د استخراج چارې شرکتونو ته سپارل شوې دي، ترڅو کارونه یې په وخت پیل او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.