د لوړو زده کړو وزارت وايي؛ د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د خاص شفقت او حکم له مخې د لوړو زده کړو اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د هېواد د بچیانو د تدریس چارې پر مخ وړي او مسافر دي، د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظوره شوه.
د دغه حکم پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت ته دنده سپارل شوې ده، چې د یادو استادانو لپاره د اوسیدو ځای او د اعاشوي موادو چمتو کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت زیاتوي، چې دا وزارت د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د یاد ځانګړي حکم د پلي کېدو په برخه کې ژمن دی او په نږدې راتلونکې کې به یې په اړه اړین اقدمات ترسره کړي.