پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان ځمکنی او هوايي یرغل وکړ. د وخت مشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه.
۴۵ کاله وړاندې پر افغانستان د سرو لښکرو یرغل د هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ ده.
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو په ډېر غرور د اسیا په زړه حمله وکړه. دوی لا له وړاندې هر څه د ځان په ګټه تعبیر کړي او یوازې پخپل قوت او قدرت یې تمرکز کاوه.
خو دا تېری د افغانانو له سختې مبارزې سره مخ شو، چې په پایله کې یې له لس کلن نیواک وروسته له ماتې سره مخ او د افغانستان پرېښودو ته اړ شول.
شوروي ولې پر افغانستان یرغل وکړ؟
- ۱- تودو اوبو ته د رسېدو خیال پلو او ستراتیژیکې ګټې
- ۲- د خلق ګوند خپلمنځي ژور اختلافات
- ۳- پر حفیظ الله امین بې باوري
- ۴- بې تجربې دولتداري او د ملي ملاتړ نشتوالی
- ۵- له مجاهدینو وېره
- ۶- په زور پر نورو د خپلې اېډیالوژۍ تحمیل
- ۷- پر خپل ګاونډ کې د اسلامي کمربند مخنیوی
- ۸- د ځینو له انده د لوېدېځ له لوري را کش شول
د سرو لښکرو ظلمونه او ستمونه:
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو په افغانستان کې ډېر ظلمونه او وحشتونه وکړل. ګڼ شمېر افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور کډوال شول او پراخې وېجاړۍ رامنځته شوې.
د شمېرنو له مخې د شوروي اتحاد د فکري او پوځي یرغل په ټولو دورو کې په مجموعي توګه یو نیم میلیون افغانان شهیدان او په لکونو معیوبان شول. دې بدمرغه یرغل په لکونو ښځې کونډې او ماشومان یتیمان کړل.
سربېره پر دې افغان خاوره له ټولنیز، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او هره اړخه زیانمنه شوه.
د شوروي اتحاد شرمېدلې ماته:
د پخواني شوروي اتحاد لښکرې د افغان مجاهدینو له سختې مبارزې او سرښندنو سره مخ او شرمېدلې ماته یې وخوړه.
د سرو لښکرو په ماتې سره یوه ستره امپراتوري په ګونډو شوه او د افغانانو د جهاد او سرښندنو په پایله کې ډېری نور هېوادونه هم د وخت د جابر له ستم په امن او خلاص شول.
د افغان ملت دا سرښندنې او مېړانې د هېواد په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شوې دي.
شوروي تلفات:
شورویانو ته افغان جګړه ډېره درنه تمامه شوه. د دوی پوځ، ټکنالوژي او زیاته اندازه پیسې مصرف شول.
یوه مسلمان ملت ته یې جګړه وبایلله او نړیوال باور یې زیانمن شو. شاوخوا د لسو کلونو وروسته یې منظم پوځ ټوټه، ټوټه شو، څوک ووژل شول او ډېری یې معیوبان شول.
د دوی له قوله ۱۴۴۵۳ کسان تلفات ورکړي. ۱۹۵ پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي او په زرګونو نور په معیوب او په رواني ناروغیو اخته او بې شمېره وسایط یې تخریب شول.