ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته د خپل شدید احتجاج‌لیک وسپاره.

یاد وزارت وايي؛ د پاکستاني پوځ تېری وغندل شو او د پاکستان سفارت ته په ډاګه شوه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانګړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې‌باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.

د افغانستان اسلامي امارت چې د زبرځواکونو پرخلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخېينه لري، په هېڅ صورت ورته د هېواد د حريم نقض د منلو نه دی او هېواد د خپلواکۍ او حريم څخه د دفاع لپاره په ټينګ عزم چمتو دی.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي؛ همداراز پاکستاني لوري ته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسولیته کړنې حتما عواقب لري.