د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پوهنتون د ۱۴۰۳ کال د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنتون ګن شمیر استادانو، علماوو او مسولینو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير ټولو فارغانو او د هغوی کورنیو ته مبارکۍ ترڅنګ ویلي، کابل پوهنتون د هېواد په کچه په علمي ډګر او د ځوانانو په روزنه کې اغیزناکه ونډه لري.
سياسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت د تحصيلي بنسټونو فعالیت ته اړينې اسانتياوې چمتو کړي او دا مهال محصلین د عصري زده کړو ترڅنګ په ديني روحيه روزل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د هېواد تحصیلی نظام اسلامي او د افغاني ارزښتونو په رڼا کې کار کوي او د كوم لوري تر تاثير لاندې نه دی.
مولوي عبدالكبير په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د پرانیستلو هر کلی کړی او یادونه یې کړې ده، اسلامي امارت په خپله خاروه کې وسلهوالو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول نه يوازې ګټه نه لري، بلکې د اړيکو د خرابېدو او تاوتريخوالي سبب کېږي.
نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت له افغانانو په دفاع کې ځنډ نه کوي او نه هم افغان حکومت د کوم لوري فرمایشونو ته غاړه ږدي.
په پای کې مولوي عبدالكبير د کابل پوهنتون له ۲۵ پوهنځیو په لوړو نمرو فارغ شوو محصلينو ته نغدي او غير نغدي ډالۍ ورکړې او هغوی ته یې د کار موندلو ډاډ ورکړی دی.
همداراز د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د کابل پوهنتون د بېلابېلو څانګو د محصلینو د فراغت په مراسموکې ګډون او وینا کړې.
په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري پلاوي څخه د دغو پرتمینو مراسمو جوړولو له امله د مننې پرمهال د محصلینو کورنیو، استادانو او ټولو افغانانو ته له بېلابېلو څانګو د محصلینو د فراغت مبارکي ویلې.
مولوي عبدالسلام حنفي فارغانو ته په خطاب کې ویلي؛ نن تاسو په بریالیتوب یوه تحصیلي دوره پای ته ورسوله، اما دا د کار پای نه دی، بلکې ستاسو مکلفیت او مسولیتونه له دې وروسته پیلېږي او باید هېواد او ملت ته د خدمت لپاره د همت ملا وتړئ او په ټول توان کوښښ وکړئ.
نوموړي زیاته کړې؛ څنګه چې په استوارو قدمونو او زیاتو کوښښونو له زحمتونو ډک پړاوو څخه تېر شوی، په راتلونکي کې هم کوښښ وکړئ، چې ښه وځلېږئ او د بریا لوړو ته ورسېږئ او اسلامي نظام ، ځورېدلې ټولنې او خلکو ته د ارزښتناکو خدماتو مصدر شئ.
مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره، چې اسلامي امارت ځوانانو ته د تحصیل مناسبې زمینې برابرې کړي او څرګنده کړې یې ده، چې د هېواد په ډېرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دکتورا زده کړو زمینه برابره شوې او غوښتونکي کولی شي له دې طلایي فرصت څخه په استفادې خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ځوانانو ته د شغلونو د زمینې برابرولو ته په اشارې څرګنده کړې، په تېرو درې کلونو کې د اداري اصلاحاتو له لارې د پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو ۴۳ زره فارغان د ازادې سیالۍ له لارې د هېواد په بېلا بېلو ادارو کې جذب شوي او اسلامي امارت کوښښ کوي، چې په راتلونکي کې هم ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې سږکال د کابل پوهنتون له ۷۲ څانګو څخه دوه زره او ۳۰۸ تنه محصلین فارغ شوي دي.