ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي بلال کریمي او د چین لپاره د اوزبیکستان سفیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوي

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چین لپاره د اوزبیکستان له سفیر فرهود ارزیف سره په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په مقر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې او د نظرونو تبادله شوې.

فرهود ارزیف په روان میلادي کال کې د صدر اعظم او وزیرانو په کچه دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړو مشرانو تګ راتګ مهم ګام بللی او افغانستان یې د اوزبیکستان یو ښه همسایه هېواد یاد کړی.

نوموړي په افغانستان کې د خپل هېواد له لوري په مختلفو برخو لکه سمنټ، برق او داسي نورو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د افغانستان لپاره یې د هر اړخیز ثبات هیله ښودلې.

د افغانستان اسلامي امارت سفیر هم له افغانستان سره د ازبیکستان له لوري د بشري مرستو، په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د حمایوي او معقول موقف او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دیپلوماتیکه، اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیټي برخو کې د رامنځته شویو پرمختګونه له امله مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه بهیر لا پراخ او پیاوړی شي.

مولوي بلال کریمي دغه راز د افغان ټرانس مهمې پروژې اهمیت بیان کړی او د اوزبیکستان په سورخان دریا ولایت کې یې د ګډ بازار جوړیدل ډیر مهم پرمختګ بللی دی.

د ناستې په پای کې د اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار شوی.