د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یا ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد شریف حلیمي، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنک اونال او مسولینو په ملتیا د افغان – ترک ښوونځیو څخه لیدنه کړې.
د پوهنې وزیر د ښوونیز چاپېریال د ارزونې پر مهال د افغان-ترک ښوونځیو له مسولینو او ښوونکو څخه د پوهنیزو اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې او له زده کوونکو یې غوښتي، چې په خپلو درسونو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د پوهنې وزیر د ننګرهار له والي ملا محمد نعيم اخوند سره هم د دغه ولايت د ښوونيز وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
د ننګرهار ولایت رهبري د پوهنې وزارت له پلانونو د ملاتړ ترڅنګ، د دغه وزارت د ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې مشرتابه ته ډاډ ورکړی دی.