د الجزیرې د راپور له مخې، مرکزي غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په برید کې پینځه فلسطیني خبریالان شهیدان شوي.
د القدس ټوډي چینل دې خبریالانو نصیرات کمپ کې العوده روغتون ته نږدې پېښو ته پوښښ ورکاوه، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري په نښه شول.
د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو عسکونو کې ښکاري، چې د دوی موټر هم سوځېدلی دی.
له ویډیو څخه اخیستل شوی سکرینشاټ ښيي، چې د دې خبریالانو د سپینرنګه موټر پر شا په لوی سور خط (پرس) لیکل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴۱ خبریالانو ژوند بایللی.