ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال کابل ته د قزاقستان څخه له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې

د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د یاد وزارت د یو شمېر رییسانو په شتون کې، کابل ته د قزاقستان هېواد څخه د تجارت وزارت د مرستیال کایرات توربایف په مشرۍ، راغلي پلاوي، د یاد هېواد د صدراعظم سلاکار علیم خان یسین گلدییف، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر گزیز اکباسوف او د یو شمېر قزاقستاني شرکتونو د مسولینو سره په کابل کې لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د یادو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا او د اوسپنیزې کرښې د پروژو په اړه خبرې اترې کړې دي.

دغه راز د یاد هېواد د تجارت وزارت مرستیال کایرات توربایف په افغانستان کې د قزاقستاني شرکتونو له لوري د ترکار لاندې پروژو او د افغانستان له لارې د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالېږد  په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ قزاقستاني شرکتونه لیوالتیا لري، ترڅو په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې کار وکړي.

ورپسې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د خپلو خبرو پر مهال د قزاقستان هېواد له هر ډول همکاریو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغانستان د جنوبي او منځنۍاسیا تر منځ د وصل کړۍ ده، دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت ډير امنیت دی او د زېربنایي پروژو په برخه کې پانګونې ته بشپړه زمینه برابره ده.

نوموړي له قزاقستاني شرکتونو څخه غوښتنه کړې، د افغان ټرانس پروژې سربېره موږ د هرات – سپین بولدک د اوسپنیزې کرښې پروژې د رغولو پلان هم لرو او تاسې کولی شئ چې په دغه پروژه کې هم پانګونه وکړئ.

همدارنګه دواړو لوریو د افغانستان له لارې د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالېږد او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو برابرولو په اړه خبرې وکړې او په دوامداروه او ګډو همکاریو یې ټینګار کړی.