ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مرغومې شپږمه؛ ملي راډیو تلویزیون کې پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد د یرغل غندنې په پار غونډه وشوه

د ملي‌راډیو تلویزیون په تالار کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل غندنې په پار غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت ګڼو لوړو پوړو چارواکو او مسولینو ګډون کړی و.

په دې تړاو ګڼو چاراوکو ویناوې وکړې او د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې یې د افغانانو پیاوړې مبارزه وستایله.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یاده غونډه کې پکتیکا کې د پاکستاني پوځي الوتکو بمبارۍ ته په اشاره ویلي، چې افغانان هېڅکله په خپله خاوره یرغل نشي زغملای او د پاکستان حاکمان دې د شوروي او امریکا له برخلیک څخه عبرت واخلي.

ښاغلی متقي زیاته کړې؛ پاکستاني چارواکي که افغانستان ته په کمه سترګه ګوري د انګلیس، پخواني شوروي اتحاد او امریکا له برخلیک څخه دې پند واخلي.

نوموړي د پاکستان له خلکو غوښتي، ترڅو د دې هېواد حاکمانو ته اجازه ورنه کړي چې په سرنوشت یې لوبې وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې افغانان یو باعزته او دروند ملت دی، د نورو په چارو کې مداخله نه کوي او پخپلو چارو کې د مداخلې پر وړاندې هېڅکله ارام نه پاتې کېږي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د درېيو امپراتوریو ماتې د دې خبرې ښکاره ثبوت دی.

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په هېواد کې حاکم اسلامي نظام او خپلواکي د بې‌شمېره قربانیو پایله ګڼلې ده.

ښاغلي منصور د هېواد د هوايي حریم نقض ته په اشاره ویلي، چې افغانان بیداره ملت دی او په کراره خپل انتقام اخلي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي د شوروي او امریکايي اشغالګرو پر وړاندې جهادي مبارزې ته په اشاره ویلي، چې افغانان هېڅکله پردۍ واکمني او یرغل نشي زغملای.

ښاغلي فراهي زیاته کړې؛ افغانانو سرو لښکرو ته په ماتې ورکولو سره د کمونیزم ایډیولوژي له منځه یوړه او د سیمې هېوادونه یې د کمونیزم له شر څخه وژغورل.

د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب ویلي، چې افغانانو د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې په تشو لاسونو او پیاوړي ایمان او عقیده مبارزه وکړه.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان د الله تعالی په نصرت د زبرځواکو د اشغال پر وړاندې بریالي شول.

د افغانستان اسلامي امارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جدې پر شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غندلی او په وړاندې یې د افغانانو جهاد او سرښندنه ویاړ او افتخار ګڼلی دی.

دغه‌راز له شوروي ښکېلاک څخه د ازادۍ او جهاد په لاره کې یې ټولو شهیدانو ته د جنت لوړو مقامونو او زخمیانو او معیوب شویو ته د اجرونو غوښتنه کړې ده.

۴۵ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د مرغومې په شپږمه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ.

دا تېری د افغانانو له سختې مبارزې سره مخ شو، چې په پایله کې یې له لس کلن نیواک وروسته له ماتې سره مخ او د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼل کېږي.