د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پکتیا څمکنيو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د ضیاالعلوم مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې لویه غونډه کې د امر باالمعروف، نهd عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال، د پکتیا د جانیخیل، څمکني، ډنډپټان، احمد خیل، لجه منګل او اریوب ځاځي ولسوالیو قومي مخورو، علماوو، جهادي قومندانانو، د مدرسو او ښوونځيو ښوونکو، زده کوونکو، ګڼو ولسي خلکو او سیمهییزو مسولینو ګډون کړی و.
ځایي علماوو څکمنيو ولسوالۍ ته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سفر خوښي څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې په پکتیا ولایت کې مدرسې د اسلامي امارت او ولسونو په مالي ملاتړ فعالیت کوي.
د امرباالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د وینا پر مهال فارغ شوو علماو ته د مبارکي پرمهال ویلي، چې علمای کرام دې د ټولنې په اصلاح کې خپل دیني مسولیت ادا کړي.
مولوي عبدالکبیر په لیرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو فعالیت د خوښۍ وړ بللی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د ټولو ښوونیزو مرکزونو پرمختګ ته له توپیر پرته پام لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په علماوو او سیمهییزو مسولینو غږ کړی، چې له خلکو سره همکاري وکړي او په هر حالت کې یې غږ واوري.
مولوي عبدالکبیر د جدې شپږمې ته په اشارې سره ویلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ماتې ته پام ونه کړ او د افغان ولس د جهاد له برکته د امریکا د تاریخ اوږده جګړه ناکامه شوه.
دغهراز د اشغال له پای ته رسېدو وروسته او د اسلامي نظام په راتګ سره په افغانستان کې د جګړې توجیه نشته او افغانان تل د دین او افغاني ارزښتونو په دفاع کې ځنډ نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغان ولس د جهاد په پایله کې سیمه د لویو قدرتونو له رقابت او استعمار څخه ژغورل شوې ده.
سیاسي مرستیال څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د سولې او یووالی پیغام لري، خو که کوم لوری تاوتریخوالي ته لمن وهي، حتمي ده چې له جدي چلند سره مخ کېږي.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت د چا غوښتنو ته غاړه نه ږدي، خو د اسلامي اصولو به رڼا کې له نړۍ سره اړیکې غواړي.
په پای کې سیاسي مرستیال د ګردېز-ډنډ پټان سړک د رغولو د هڅو او همكارۍ یادونه کړې او فارغ فاضلان یې په نقدي ډالیو نازولي دي.