د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي د بادغيس د والي حافظ محمد امين جان عمري او ځايي مسولینو په ملتیا د دې ولايت د قادس ولسوالۍ د لوی ذخيروي بند جوړولو له چارو لیدنه وکړه.
د قادس لوي بند د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه په ۷۰ کیلومتري کې موقعیت لري او د قادس سیند د اوبو مهارولو او د سیلابونو په مخنیوي کې ارزښتمن رول لري.
د یاد بند د کاسي د اوبو ظرفیت تقریبا ۳ میلیونه متره مکعب دی او د ۳۲ مترو په ارتفاع سره د ۱۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د وزارت له پراختیایې بودیجې څخه جوړیږي.
د قادس لوی بند یوه حیاتي پروژه ده، چې په جوړولو سره به یې د ځايي اوسیدونکو زراعت او مالداري وده او د خلکو اقتصاد به ښه شي.
د دې لوی بند په بشپړیدو سره به ۱۴۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د سیمې اوسیدونکو ته به د زراعت په برخه کې کاري فرصتونه برابر شي.