د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر پخپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
نوموړي د ځايي اوسیدونکو اړوند سیمو او صنعتي پارک ته د برېښنا شبکې غځولو او خدماتو پراختیا په اړه یې د دوی وړاندیزونه اورېدلي دي.
قومي مخورو د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرایوي رییس څخه هېواد کې د برېښنا برخه کې د وروستیو هڅو په پار مننه کړې او د محمد اغې ولسوالۍ صنعتي پارک او ځايي اوسیدونکو ته د برېښنا وېش لپاره یې د سب سټېشن جوړولو پروژې، چې کلونه مخکې یې تخنیکي سروې شوې، د چارو پیل او کاري بهیرونو چټکتیا کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یادو قومي مخورو په وینا؛ په سویل زون کې د لوګر صنعتي پارک یوازینی پارک دی چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس هېواد کې د برېښنا شبکې متوازنې پراختیا او د وروستیو جګړو له امله د برېښنا له خدماتو بې برخې پاتې شویو ساحو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه ډاډ ورکړی او د ځايي اوسیدونکو همکاري یې هم اړینه بللې ده.