ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۱۰/۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۱۱) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۵۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴) تنه و، کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره مجموعًا (۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

نن (۵۳) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په تورخم کې (۱۸۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې (۲۰۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۵) تنه و، کندهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۸۸۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸) کورنیو سره مجموعًا (۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۱۶۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۰۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۴) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (‍۶۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۱۵۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۲) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

(۳۴۶) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۲۴) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۴۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۰) کورنیو سره مجموعًا (۲۸۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸) تنه و، کندز ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۷۷) کورنۍ او (۳۱۴) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۱۰) کورنۍ او (۵۷) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۸۲) کورنۍ

موقت ميشت شوي مهاجرین: (۳۹۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۹۵) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء