د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سوریې انتقالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر أسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
مولوي امیرخان متقي په پيل کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ته د هغوی د بریا مبارکي ورکړې او د نوي حکومت د بريا هيله يې څرګنده کړې ده.
ښاغلي متقي، أسعد حسن الشيباني ته د بهرنيو چارو د وزير په توګه د ګومارنې له امله هم مبارکي ورکړې او د کامياب ماموريت هيله یې کړې ده.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له بریا وروسته د سوریې حکومت د بښنې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه ستایلي او هیله یې ښودلې، چې افغانستان او سوریه وکولای شي منظمې ډیپلوماټیکې اړیکې رامنځته کړي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوريې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي.
د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر له ټیلفوني اړیکې مننه کړې او ویلي یې دي، چې د ښکېلاک پرخلاف د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه وه او زدهکړه ترې کېدای شي.
ښاغلي أسعد حسن الشیباني زیاته کړې، چې د سوریې خلکو شاوخوا پنځوس کاله سخت کړاوونه لیدلي او اوس له پخواني رژیم څخه ډیرې ناخوالې را پاتې دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هيله څرگنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لوريو پلاوي ليده کاته ولري.