د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګو له لارې ۱۵۰ زره او ۳۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۴ زره او ۱۱۸، په کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۱ زره او ۷۷۲ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي؛ په همدې اساس یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کولای شي.