ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د غزني ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دې ښوونځیو د بیارغونې چارې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه پيل شوې وې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د غزني د پوهنې ریيس ښوونه او روزنه د يوه هېواد د پرمختګ يو اساسي عنصر بللی او له خلکو يې غوښتي، چې د مدارسو او ښوونځیو فعاله ساتلو په برخه کې دې خپل دیني او ملي مسولیت ادا کړي.