ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کمال خان بند ساتنې په موخه ۲۵۰ منسوبین له نظامي او مسلکي زده‌کړو فارغ شول

کورنیو چارو وزارت وايي، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د کمال خان بند محافظتي قطعې قوماندانۍ له قرارګاه څخه ۲۵۰ مجاهدینو د کمال خان بند د ساتنې او څارنې په موخه نظامي او مسلکي زده کړې بشپړې کړې او د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

یادې غونډې ته د نیمروز والي شیخ محمد قاسم وینا کړې او ویلي یې دي، چې د کمال خان بند د چارو له بشپړېدو وروسته به د نیمروز ځمکې خړوب او ځایي ولسونه به د اوبو د نه شتون له ستونزو خلاص شي.