ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشري نن شنبه په سپيدا ماڼۍ کې سیاسي کمېسیون ناسته وکړه.

په دې ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یوشمېر هېوادونو سره د تعامل د پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو د بحث ترڅنګ د اجنډا له مخې په ورسپارل شویو موضوعاتو لازم تصامیم ونیول شول.

د سیاسي کمېسیون په نننۍ ناسته کې ټینګار وشو، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتلو مسولیت او د دفاع مشروع حق لري.

اسلامي امارت په سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او ټینګار وشو، چې په سیمه کې دې د داسې اقداماتو مخنیوی وشي، چې کړکیچ زیاتوي او ثبات له منځه وړي.