ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ودانيو جوړولو پر مهال د ګاونډي ودانۍ پر لور د کړکۍ اېښودلو څرنګوالي په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان

رؤية المحل الذي هو مقر النساء کالمطبخ وباب البئر وصحن الدار يعد ضررا فاحشا، فاذا أحدث في داره نافذة أو بنی مجددا بناء وفتح فيه نافذة علی المحل الذي هو مقر نساء جاره الملاصق أو جاره المقابل الذي یفصل بينهما طريق وکان يری مقر نساء الآخر منه فيؤمر برفع الضرر ویکون مجبورا علی دفع هذا الضرر بصورة تمنع وقوع النظر اما ببناء حائط أو وضع ستار من الخشب لکن لا يجبر علی سد النافذة علی کل حال کما اذا عمل حائطا من الأغصان التي يری من بینها مقر نساء جاره فانه يؤمر بسد محلات النظر ولا يجبر علی هدمه وبناء حايط محله.(مجلة الاحکام العدليه المادة: ۱۲۰۲)

پورته فقهي جزئيې ته په کتو سره لاندې مراتب منظورم.

لومړۍ ماده:

که یو شخص په خپل ملکيت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې يې پيوسته او يا د لارې د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري؛ نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولی چې د ګاونډي طرف ته داسې کړکۍ پريږدي، چې د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهي او داسې نور ځايونه چې عادتا او عرفا ښځې په کې ناسته ولاړه کوي، ترې ښکاره شي.

دویمه ماده:

که د دې فرمان په لومړۍ ماده کې ذکر شوی شخص د ياد ګاوندي طرف ته کړکۍ پرېښودلې وي او يا يې پريږدي، مکلف دی چې په ياده کړکۍ کې د انسان د قد په اندازه د ديوال په پورته کولو او يا په بلې وسيلې سره له همسايه څخه ضرر دفعه کړي.

دريمه ماده:

ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې مکلفې دي چې په اړونده ساحه کې د ودانيو د جوړولو پر مهال څارنه وکړي او د همسايه ګانو د جوړو شويو کورونو پر لور د داسې کړکۍ اېښودلو مخنيوی وکړي چې د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کې وي.

څلورمه ماده:

هغه ودانۍ چې د دې فرمان له صادرېدو څخه مخکې جوړې او کړکۍ يې داسې پرېښودل شوې وي چې د دې فرمان له حکمونو سره په ټکر کې وي، د دې فرمان له حکمونو سره سم د ودانيو مالکان مکلف دي چې کړکۍ د انسان د قد په اندازه د ديوال په پورته کولو او يا په بلې وسيلې سره له همسايه ګانو څخه ضرر دفعه کړي.

پنځمه ماده:

دغه فرمان د توشيح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.

اميرالمؤمنين شيخ القران والحديث حفظه الله تعالی