د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنه (Participation Banks Association of Turkey) یوه مسلکي ټولنه ده چې د مشارکتي بانکونو د تنظیم، همغږۍ، او د سود څخه د پاکو مالي خدمتونو د ترویج په موخه فعالیت ترسره کوي.
د دې ټولنې له لوري د افغانستان بانک د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د اسلامي بانکوالۍ د اصولو، د خطر مدیریت، د شریعت پر بنسټ محصولاتو، او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دې ورکشاپ کې د ترکیې د مشارکتي بانکونو ټولنې دوه تجربه لرونکي استادان دکتور صائم کایادبي او دوکتور عمر فاروق د افغانستان بانک کارکوونکو ته روزنه ورکوي.
ورکشاپ د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په وینا پرانیستل شو.
نوموړي یادونه کړې، چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او غواړي د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د نړیوالو تجربو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي خالد څرګنده کړې، چې د افغانستان بانک په بانکي سکتور کې غیر شرعي معاملې ختمې کړي او د یو بشپړ اسلامي بانکي نظام جوړولو ته ژمن دی او اوسمهال ټول بانکي معاملات د حنفي فقهې په رڼا کې له سود پرته ترسره کېږي.
د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په وینا، د مرکزي بانکوالۍ بشپړ اسلامي کېدل یو اوږد مهاله بهیر دی چې پرلهپسې هڅو ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نړیوالو اسلامي هېوادونو تجربې په دې لاره کې د پرمختګ اسانتیا برابروي.
ورکشاپ ته په وینا کې ښاغلي خالد له ګډونوالو غوښتي، چې د ترکیې هېواد د متخصصینو له تجرب څخه پوره ګټه واخلي، ترڅو په خپلو عملي چارو کې یې په ګټور ډول پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د ترکیې د مشارکتي بانکونو د ټولنې له استازو سره ځانګړې لیدنه هم کړې.
په دې لیدنه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د ترکیې هېواد د مشارکتي بانکونو ټولنې له هلو ځلو او فعالیتونو مننه کړې او ویلي يې دي؛ د افغانستان بانک غواړي له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د دوی له تجربو ګټه واخلي.