د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د زابل ولایت د مرستيال والي مولوي محب الله حماس او ګڼو نورو مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس د دې ولایت په سطحه مخابراتي ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې.
نوموړي د کمپیوټر ښوونېز مرکز د ظرفیت د زیاتولو غوښتنه کړې، تر څو دغه مرکز وکولي شي نور زده کوونکي هم جذب کړي.
ښاغلي حماس همدارنګه د ځینو لیرو پرتو ولسوالیو او سیمو د شبکو ستونزې یادونه هم او له مسولینو یې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي حیات حقاني د دې ولایت مخابراتي ستونزو ته په کتو د زابل مرکز قلات او ولسوالیو کې د ۱۷ سایټونو د فعالولو ژمنه کړې، چې په دې سره به د زابل ټولو سیمو ته د شبکو فعالیت پراخ شي.
مولوي حیات حقاني ویلي، دغه سایټونه به د یوې میاشتې یا لږ وخت په ترڅ کې فعالیت پیل کړي.
همدارنګه نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کمپیوټر ښوونېز مرکز فیس به کم شي، ترڅو غریب ځوانان هم وکولي شي د کمپیوټر زده کړې ته لاسرسی پیدا کړي.
ښاغلي حیات حقاني زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له راتګ سره په زابل کې ۳۳ سایټونه فعال شوي دي، او د کمپیوټر ښوونېز مرکز ته یې ۳۰ کمپیوټرونه هم ورکړي دي.
نوموړي همدارنګه ژمنه کړې، چې په راتلونکې کې به دغه مرکز لا مجهزه کړي.