د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۱ ولايتونو “هرات، کندهار، لوګر، کابل، پکتيا، پکتيکا، لغمان، ننګرهار، ميدان وردګ، بادغيس او غزني” د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اس ځغلونې اووم پړاو ملي سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دې مراسمو کې د ورزش ادارې د المپیکي چارو د رییس دادمحمد اختري او هرات د ورزشي رییس محمد فایق فاضل په ګډون له کابل څخه تللي استازي، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مینوالو ګډون کړی وو.
د ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري د یادو سیالیو د پای په مراسمو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هرات ولايت له استازو يې د مېلمه پالنې او غوره کوربتوب اړوند مننه وکړه.
نوموړي د يادو سياليو په پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړه زياته يې کړه؛ دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ وړاندې پيل شوې وې، زموږ د ارزونې او څارونکي ټیم له لوري په برياليتوب او عالي شفافيت سره پای ته ورسېدې.
نوموړي همدا راز وویل، چې په راتلونکې کې هوډ لري د هېواد په يو بل ولايت کې ورته ورزشي پروګرامونه ترسره کړي.
دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو “يورغه او سرعتي” کې چې يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره او نن پای ته ورسېدې.
يادې سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په پل پشتو سيمه کې پيل شوې وې، چې پرون جمعه په لومړي، دويم او درېيم مقام لوبې ترسره شوې، چې په پايله کې د سرعتي ۸۰۰ واټن کې ننګرهار لومړی او هرات دويم او درېيم مقام خپل کړ، همدارنګه د سرعتي په ۱۰۰۰ متره واټن کې پکتيا لومړی، پکتيکا دويم او غزني درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يورغه سبک په ۸۰۰ متره واټن کې د هرات ولايت اس ځغلونکو لومړی، دويم او درېيم مقام خپل کړ او همدرانګه د يورغه سبک په ۱۲۰۰ مترۍ کې بيا هم هرات لومړی، دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو په پايله کې د ۱۱ ولايتونو ۱۲ لوبډلو څخه چې ټول ټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه او ۲۰ اس ځغلونکي د هېواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.
د دغو سياليو په پای کې د لومړي مقام ګټونکو ته يوه عراده موټرسايکل، د دويم مقام ګټونکو ته ۱۵ زره افغانۍ او د درېيم مقام ګټونکو ته پینځه زره افغانۍ او نورو غوره ورزشکارانو ته قالينې، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.