ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سویلي کوریا کې د یوې الوتکې د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۲۴ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې، نن (یکشنبه، د مرغومې ۹مه) د سویلي کوریا په موان ښار کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۲۴ کسان وژل شوي.

په دې الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره وو او له تایلینډ څخه یې الوتنه کړې وه، چې د سویلي کوریا په موان ښار کې د ناستې پر مهال له ځغاست‌لیکې وتلې او د هوایي ډګر له دیوال سره ټکر شوې ده.

د دې هېواد د اور وژنې ملي ادارې ویلي، چې ژغورنکې ډلې د پاتې کسانو د ژغورلو لپاره لا هم هڅې کوي.

د ترانسپورټ وزارت یې ویلي، چې دې بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې په ځايي وخت د سهار له ۹ بجو وروسته ټکر وکړ.

ویل کېږي، چې په وژل شویو کې ۵۷ ښځې او ۵۴ نارینه شامل دي او د اور وژنې ادارې له قوله، ۱۳ نور تر دې مهاله د سوځېدلو له امله د جنسیت له اړخه نه دي پېژندل شوي.

ښايي د دې پېښې تلفات او د مړینې کچه نوره هم لوړه شي، ځکه چې له پېښې شپږ ساعته وروسته لا هم په الوتکه کې پاتې سپاره کسان ورک دي.

مسولین وايي، چې ځینې مسافر د پېښې پر وخت له الوتکې بېرون ته غورځېدلي. پر دې سربېره د ټولو مسافرو د وژل کېدو وېره هم شته.

تر دې مهاله د یادې الوتکې دوه خدمتګاران ژوندي ژغورل شوي او روغتیايي مسولینو ویلي، چې روغتیا یې د ډاډ وړ ده.

د راپورونو له مخې په یاده الوتکه کې ۱۷۳ د جنوبي کوریا او ۲ د تایلنډ وګړي سپاره وو.