ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له درېیو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ د دې وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د کورداید موسسو WHH OHW، PRB، د پوهنې ملاتړ او د افغانستان لپاره د اسایش د برابرولو موسسو له استازو سره د نهه میلیونه، ۴۸۴ زره او ۹۷۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې هوکړه لیکونو له مخې د کورداید WHH, OHW, PRB موسسې به په کابل، بلخ، جوزجان، سرپل او کندوز ولایتونو کې له ۱۳ زره ۶۱۰ راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنې سره د نغدي مرستو او غیر خوراکي توکو د کڅوړو په برخه کې نهه میلیونه، ۴۶۷ زره ۷۸ ډالره لګوي.

د افغانستان لپاره د اسایش موسسه د کوچنیو کاروبارونو، د حرفوي زده کړو، سواد زده کړې او په کابل ولایت کې ۴۰ راستنو شویو ته د ګنډلو ماشینونو د وېش په برخه کې ۵۶ زره ۹۱۳ ډالره لګوي.

دغه‌راز د پوهنې د ملاتړ موسسه د مرستو د وېش په برخه کې د ۲۱ زره ۲۹۶ ډالر د خوراکي او غیر خوراکي توکو کڅوړو په برخه کې لګوي، چې به په بلخ ولایت کې به د ۱۴۰ بې ځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې لپاره ولګول شي.