د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د شولو سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وینا، د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د وریجو په تولید کې ۹.۶ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېرې وریجې (۱۳۰ زره مټریک ټنه) په کندوز ولایت کې، په تخار کې ۱۰۷ زره مټریک ټنه، بغلان څهباندې ۴۳ زره مټریک ټنه، ننګرهار کې نږدې ۴۱ زره مټریک ټنه، کونړ او بلخ ولایتونو کې نږدې ۲۴ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده.
له بل لوري دې ادارې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر پهکې شاملیږي، په ۱۴۰۳ کال کې د شولو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي وې، چې پر اساس یې ۱۲۹.۲ زره هکټاره ساحه کې شولې کرل شوې وې.
د سټلایټي انځورونو د تفسیر پر اساس روان کال په ۱۷ ولایتونو کې شولې کرل شوې وې، چې د تېر کال په پرتله د تر کښت لاندې ساحو کې زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په کندوز ولایت کې تر ټولو زیاته ساحه (۴۱ زره هکټاره) او سرپل کې تر ټولو کمه (۱۳۷ هکټاره) ساحه باندې شولې کرل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت او د محصولاتو تر را ټولولو بهیر سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت د کره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې سروې ګانې ترسره کوي، چې روان کال کې د شولو سروې هم د دې ادارې د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا درې میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همغږۍ ترسره شوې ده.