د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي سره یو شمېر دیني علماوو لیدنه وکړه
د دې په لړ کې ديني علماوو له شته اسلامي نظام، ډاډمن امنيت، اقتصادي ځان بسياينې او له رغنيزو چارو څخه خوښي وښوده او د حاکم اسلامي نظام د پیاوړتیا او تداووم هیله یې څرګنده کړه.
دغه راز یې د ځينو سیمو وګړو ته د ژوند د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د شته ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شيرمحمد عباس ستانکزي د ملت او حکومت ترمنځ د علماوو رول د نښلېدونکی پل وباله او ويي ویل؛ دا هېواد او ملت نږدې نيمه پېړۍ جګړو ځپلی، رنځېدلی او کړېدلی زمونږ هڅه دا ده، چې ملت مو بيا د دغه ناخوالو ښکار نشي، ستونزو ته يې لاسرسی وشي او په ګډه يو سوکاله، باثباته او په هره برخه کې پر ځان بسيا افغانستان ولرو.
نوموړي د تعليمي برخې غښتلتیا ته په اشاره زياته کړه؛ تعلیم د یو هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړینه اړتيا ده، په همدې بنسټ اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی او په يوې داسې طرحه کار کوي، چې ټولې اړتیاوي په نظر کې نیول شوې وي.