سریزه
د عصري ودانیو او زېربناو په جوړښت کې سیمنټ ډېر مهم رول لوبوي.
سیمنټ د سړکونو، پلونو، پلچکونو، کورونو او کارخونو د جوړولو له پاره یو اساسي توکی دی.
سیمنټ په نړیواله او ملي کچه د صنعت په پراختیا او خلکو ته د کاري زمینو رامنځته کولو کې مهم رول لري.
افغانستان چې د لسیزو اشغال او جګړو له امله ډېر ویجاړ شوی، د ودانیزو فعالیتونو له پاره سیمنټو ته ډېره اړتیا لري.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، اوسمهال د افغانستان د سیمنټو کلنۍ اړتیا شاوخوا اووه میلیونه ټنو ته رسېږي.
افغانستان کې د اشغال او جګړو له امله د نورو ترڅنګ د سمینټو صنعت هم کافي وده و نه کړه او همدا لامل و، چې د افغانستان تر ځمکې لاندې د سیمنټو کانونه تر ځمکې لاندې پاتې شول. د افغانستان د کانونو نه ایستنه د دې لامل شوې، چې افغانستان تر اوسه د سیمنټو په برخه کې یو واردوونکی هېواد پاتې دی.
اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره د نورو تر څنګ د سیمنټو کانونو ایستنې ته هم پاملرنه کړې او هڅه کوي د افغانستان د سیمنټو په ایستنې سره په نورو هېوادونو د افغانستان تکیه راکمه کړي.
د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه د همدې هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده.
افغانستان کې د سیمنټو تولید
په هېواد کې د سیمنټو د تولید په برخه کې لومړني ګامونه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې واخیستل شول.
د بغلان د غوري (۱) سیمنټو فابریکه لومړنۍ کارخونه وه چې په ۱۹۵۰ کلونو کې يې فعالیت پېل کړ.
وروسته د پروان د جبل السراج سیمنټو په ۱۹۵۷ کال کې لومړني سیمنټ تولید کړل.
دغه راز، وروسته د غوري (۲) سیمنټو کارخونه هم فعاله شوه.
وروسته چې په افغانستان کې بهرنی اشغال او جګړې پېل شوې، د غوري (۲) او جبل السراج مهمو کارخونو تولید بند شو او افغانستان د سیمنټو د تولید په برخه کې له ډېر کموالي سره مخ شو.
د سیمنټو دغو کارخونو تر ډېره د افغانستان د داخلي اړتیا پوره کولو کې مهم رول درلود، خو دغه تولید د افغانستان له پاره کافي نه و.
د تېرې ادارې په وخت د سیمنټو د تولید په برخه کې لږ ګامونه واخیستل شول او هڅه وشوه، چې بندې کارخونې بیا فعالې او سیمنټ تولید شي، خو هغه د افغانستان د سیمنټو اړتیا نه شوه پوره کولی او افغانستان تر ډېره په ګاونډيو هېوادونو متکي پاتې شو.
د تېرې ادارې پر مهال د نورو برخو ترڅنګ په کور دننه د سیمنټو تولید ته هم هېڅ پاملرنه ونشوه او د هېواد دغه مهمه شتمني د نورو تر څنګ هماغسې تر ځمکې لاندې پاتې شوه.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره چې په افغانستان کې د پانګونې او د خپلو کانونو د ایستنې له پاره ښه زمینه برابره شوه، نو د نورو برخو تر څنګ اسلامي امارت د سیمنټو په برخه کې هم بهرنۍ او کورنۍ پانګونه جذب کړه.
د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه
اسلامي امارت تر اوسه د سیمنټو د تولید، د داخلي اړتیا د پوره کولو او ځان بسیاینې په لور مهم ګامونه اخیستي دي.
د بېلګې په ډول د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د ۱۴۰۳ کال د لړم په اتمه نېټه د جوزجان د یتیم تاق د سیمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو قرارداد له یو ترکي شرکت سره د ۱۱ میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.
دغه راز، د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه نېټه د لوګر د التمور د سیمنټو د پروژې قرارداد له یو چینايي شرکت سره لاسلیک شو.
یاد شرکت به شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه د لوګر د دغې سیمې د سیمنټو په اکتشاف او ایستنه لګوي.
دغه قرارداد هم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزیر او د یاد چینايي – افغان شرکت د مسول ترمنځ د ۳۰ کلونو له پاره لاسلیک شو.
د قرارداد له مخې، یاد شرکت به په لومړي پړاو کې د کان د اکتشاف کارونه کوي او وروسته به د کارخونې د جوړولو او سیمنټو تولید پېلوي.
اسلامي امارت په هره برخه کې د افغانستان د داخلي اړتیا د پوره کولو او ځان بسیاینې په لور ګامونه اخلي.
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د سیمنټو په برخه کې دا څلورم قرارداد و چې لاسلیک شو.
تر اوسه د سیمنټو د ایستنې او تولید په برخه کې شاوخوا د ۶۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت قراردادونه له بېلابېلو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د لوګر سیمنټو پروژې اقتصادي ارزښت
د لوګر د سیمنټو پروژه یوه مهمه پروژه ده او د افغانستان په اقتصادي وده کې به مهم رول ولوبوي.
لاندې به يې د افغانستان له پاره په اقتصادي ارزښت وغږېږو.
۱- د بېکارۍ کچې کمول:
افغانستان کې بېکاري یوه ستونزه ده او اسلامي امارت د بېکارۍ کچې کمولو له پاره ګامونه اخلي چې ښه بېلګه يې د لوګر د سیمنټو د پروژې د قرارداد ورکړه ده.
د لوګر سیمنټو پروژه کې به سلګونه تنه په مستقیم او غېر مستقیم ډول په کار بوخت شي.
۲- د سیمنټو برخه کې د داخلي اړتیا پوره کول:
د لوګر د سیمنټو پروژه به په ورځني ډول دوه زره او ۵۰۰ ټنه سیمنټ تولید کړي، چې ورسره به د افغانستان داخلي اړتیا پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.
۳- د سیمنټو وارداتو کمېدل:
له بده مرغه افغانستان د سیمنټو په برخه کې هم یو واردوونکی هېواد دی او خپل تولیدات د افغانستان داخلي اړتیا نه پوره کوي، خو د لوګر د سیمنټو پروژې په څېر پروژې به وکړی شي چې دغه اړتیا تر یو څه بریده پوره او د ګاونډيو هېوادونو د وارداتو کچه به راکمه کړي.
۴- ځایي خلکو ته د خدماتو وړاندې کول:
د لوګر د سیمنټو پروژې بله اقتصادي ګټه به د سیمې خلکو ته ورسېږي.
دا شرکت به نه یوازې سیمنټ تولیدوي، بلکې خلکو ته به ټولنیز خدمات هم وړاندې کړي.
د شرکت د مشر په وینا، د سیمې د خلکو د هوساینې له پاره به هڅې وکړي.
۵- د بهرنۍ پانګونې جذب:
د لوګر د سیمنټو پروژې قرارداد له یو بهرني شرکت سره لاسلیک شوی دی.
له دې امله د افغانستان خوندي او امن چاپېریال او د یاد شرکت پانګونه به نور بهرني شرکتونه هم وهڅوي، څو افغانستان ته د پانګونې په موخه راشي.
۶- د ملي عوایدو زیاتوالی:
د لوګر د سیمنټو کارخونې سره به د افغانستان په ملي عوایدو کې زیاتوالی راشي او هغه پيسې چې د ګاونډيو هېوادونو څخه د سیمنټو په اخیستلو مصرفېږي، د هېواد په داخل کې به مصرف شي.
پایله
د بهرني اشغال او جګړو له امله د هېواد ډېری تر ځمکې لاندې کانونه ایستل شوي نه دي، خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره چې سراسري امنیت راغلی او پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، نو د نورو برخو تر څنګ د سیمنټو په برخه کې هم پانګونه پېل شوې ده.
اسلامي امارت تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمنټو د ایستنې څلور لویې پروژې په قرارداد ورکړي دي، چې د لوګر د سیمنټو قرارداد یې وروستی هغه و چې د اسلامي امارت او یو خصوصي شرکت تر منځ لاسلیک شو.
د لوګر د سیمنټو پروژې سره به له یوې خوا د افغانستان تر ځمکې لاندې شتمني وایستل شي او له بلې خوا به په هېواد کې اقتصادي وده رامنځته کړي.