ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د نمونه‌یي روغتون د چارو پرمختګ په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه وشوه

د ریاست‌ الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د نمونه یي روغتون د چارو د پرمختګ په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه، د یاد پلاوي د غړو په ګډون ترسره شوه.

په پیل کې د پلاوي غړو د نمونه یي روغتون د کاري پرمختګونو او ترسره شویو چارو ترڅنګ د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.

 وروسته د دغه روغتون لپاره د اړینو وسایلو د برابرولو، د ساختماني چارو بشپړولو، د وارډونو د رامنځته کولو، د متخصصینو اداري او خدماتې پرسونل د ګمارنې، د طبي وسایلو او ماشینرۍ د نصبولو او د ټولو اړتیاوو د برابرولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.