نن (یکشنبه، د مرغومې ۹مه – د ډسمبر ۲۹مه) د سویلي کوریا په موان ښار کې یوه مسافر وړونکې الوتکه د ناستې پر مهال له ځغاستلیکې وتلې، د هوايي ډګر له دیوال سره ټکر شوې او اور یې اخیستی دی.
دا پېښه په ځايي وخت د سهار له ۹ بجو وروسته رامنځته شوې، چې د ۱۷۶ کسانو وژل کېدل پکې تایید شوي دي.
د جېجو هوايي شرکت په دې ۷۳۷-۸۰۰ ډوله بوینګ الوتکه کې ۱۸۱ کسانو سفر کاوه، چې ۱۷۵ یې مسافر او شپږ یې عمله وه. یادې الوتکې د تایلنډ له بنکاک څخه الوتنه کړې وه.
د سویلي کوریا د اور وژنې ادارې تایید کړې، چې په دې پېښه کې ۱۷۶ کسان وژل شوي. په وژل شویو کې ۸۳ ښځې او ۸۲ نارینه شامل دي او ۱۱ نور د جنسیت له اړخه تر دې مهاله نه دي پېژندل شوي. پر دې سربېره دوه د عملې کسان ژغورل شوي او درې نور ورک دي.
د موان د اور وژنې ادارې مشر لي جيونګ هيون ویلي، چې دا پېښه د خرابې هوا او له مرغانو سره د ټکر له امله رامنځته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې دقیق لامل به یې د ګډې څېړنې له بشپړېدو وروسته اعلان شي.
دا هم ویل کېږي، چې د ناستې پر مهال د الوتکې د کېناستو په ګېر کې ستونزه رامنځته شوې او په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې هم ښيي، چې یاده الوتکه له ناستې سره سم له ټیرو پرته په سینه ځي، له لیکې وځي او بیا لویه چاودنه کېږي.
د دې الوتکې ۱۷۳ سپرلۍ د سویلي کوریا او دوه تایلینډیان ښودل شوي دي.