ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې د مېشتو قومونو ترمنځ ولسي غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي روزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو له قومي مشرانو، مخورو، مجاهدینو، ديني عالمانو او عامو خلکو سره د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام تر سرلیک لاندې په جوړه شوې ولسي غونډه کې ګډون وکړ او په مختلفو برخو کې یې د خلکو ستونزې واورېدې.

په غونډه کې لومړی د روزګان ولایت د مېشتو قومونو استازو په خپلو ویناوو کې د قومونو په یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خپل نظام د پیاوړتیا په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړیو همداراز په خپلو سیمو کې د څړځایونو، اوبو، سرکونو، مخابراتو او نورو برخو کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې پاملرنه ورته وکړي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد راغلي خلک په خبرو کې د هېواد پرمختګ او ځان بساینې ته متوجه کړل.

مولوي محمد علي جان احمد وویل، په تېرو ۴۰ کلونو کې هېواد دومره مخ پر وړاندې نه و تللی او خدمت ورته نه و شوی لکه څنګ چې په دې درېیو کلونو کې د اسلامي نظام د مسولینو په مټ ورته شوی.

ښاغلي احمد همداراز د ځايي خلکو د ستونزو او مشکلاتو د حل په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې دا زموږ وجیبه ده چې د خلکو ستونزې واورو او د حل په موخه یې چټک ګامونه واخلو.

په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رییس شیخ نیک محمد افغاني او د څړځایونو د اقتصادي چارو رییس مفتي لعل محمد منیب په خپلو خبرو کې د اشغال پر مهال د روزګان ولایت د ولسونو قرباني وستایله او زیاته یې کړه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت به د دې ولس د ستونزو حل ته داسې پاملرنه کوي لکه څنګه چې یې په تېرو درېیو کلونو کې په ټول هېواد کې د ولسونو ترمنځ همغږي رامنځته کړې، ژب پرستي، قوم پرستي او سمت پرستي یې له منځه وړې او د هېواد ټول قومونه یې د یووالي په ټغر را ټول کړي دي.