د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان نن په خپل دفتر کې د چین هېواد له دوو ډیپلوماټانو سره ولیدل او د سبو او مېوو لپاره د درېیو سړو خونو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د چین سفارت اقتصادي او سوداګریز سلاکار ما چینګونګ او د سفارت د اقتصادي او سوداګریز دفتر درېیم سکرتر شو چنګجي، د کرنې وزارت له رییسانو او انجنیرانو سره یو ځای چې په دې درېیو مهمو ملي پروژو کې ښکېل وو، ګډون درلود او د دې پروژو د سروې، ډیزاین او عملي کار په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د دې پروژې له مخې، د چین حکومت پلان لري چې په کابل، تخار او بدخشان ولایتونو کې د مېوو او سبو درې سړې خونې جوړې کړي، چې د هرې خونې ظرفیت به ۱۵۰۰ متریک ټنه وي.
همدارنګه په دې ناسته کې افغانستان ته د چین حکومت د تخنیکي انجنیرانو د استولو په اړه هم خبرې وشوې ترڅو د دې پروژو لومړنۍ چارې پیل کړي.