ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغان ولس هيلې پوره شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان ولایت د خلازیو قوم له مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې شوې، د خلازیو قوم مشرانو او مخورو د قومونو د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې او ویلي يې دي؛ د غربي اشغال پر مهال یې پراخ زیانونه لیدلي دي او ګڼ شمېر کورنۍ بېځايه شوې وې، چې د اسلامي نظام په حاکمیت سره بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.

د پروان خلازیو قومي مشرانو پخوا له دوی سره د شوي توپیري چلند یادونه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د دغې سيمې خلک اوس هم له ډېرو لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي، د کابل تېرې ادارې او بهرنيانو يې سيمه محرومه ساتلې وه.

دغو قومي مخورو د څښاک اوبو، ښوونځيو، سړکونو، روغتون او یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پيل لپاره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د ولسونو غوښتنليکونه سپارلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خلازیو قوم مشرانو او مخورو سره پر دې ليدنې خوښي ښودلې او د اسلامي نظام په بریا کې یې د هغوی د قربانیو يادونه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د افغان ولس ډېرې هيلې پوره شوې دي.

سیاسي مرستیال زیاته کړې، په اسلامي نظام کې توپيري چلند ځای نه لري او ټول قومونه پر اسلامي امارت يو ډول حقونه لري.

نوموړي څرګنده کړې، هېڅ افغان باید د محرومیت احساس ونه کړي او اسلامي امارت د ولس د خدمت لپاره خپل ټول امکانات کاروي.

د غونډې په پای کې مولوي عبدالکبیر هغوی ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي او په اړه به يې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.