ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر الهام محمدوف لیدنه کړې.

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اذربایجاني الوتکې لوېدلو د غمجنې پېښې له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او د افغانستان او اذربایجان ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی.

 د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د الوتکې د لوېدو په پېښه کې د افغانستان غمرازي او د تسلیت پیغام د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ او پالنې په توګه یاد کړ او مننه یې کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي تعامل پراختیا ته لېوالتیا لري او د اقتصادي پیاوړتیا او هر اړخیزې هوساینې په لړ کې همکارۍ ته چمتو دی.

محمدوف د دوه اړخیزو اړیکو دا پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره ارزښتمنه بللې.