د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په مشرۍ د قوش تېپې کانال د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجبیب الرحمن عمر اخوندزاده، د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، د چارو ادارې عمومي ریاست د پاليسي مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس عبدالرحمن عطاش، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت اقتصادي رییس محمد ابراهیم حکمت، سلاکارانو او متخصصینو ګډون درلود.
د غونډې په ترڅ کې د قوش تېپې کانال د کاري بهیر، ستونزو او د هغوی د حل لارو، د کانال د دویم پړاو د پرمختګ کچه، قراردادونو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې شوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري وویل؛ قوش تېپه یوه ملي پروژه ده، چې د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم ډېر ارزښت لري، نو ځکه باید د ټولو ادارو په همکارۍ د دې پروژې کار په چټکۍ ترسره او بشپړ شي.
د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس عبدالرحمن عطاش چې د قوش تېپې کانال قرارداد لري وویل؛ د قوش تېپې کانال د سر بند جوړولو چارې، چې د دې کانال یو له مهمو او اساسي برخو څخه دی، عملي چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
عطاش زیاته کړه؛ د قوش تېپې کانال د دویم پړاو کېندنې کار هم په چټکۍ روان دی او تر دې دمه د کانال د دویم پړاو شاوخوا ۳۰ سلنه عملي کار بشپړ شوی دی، چې د ټاکلي وخت نه مخکې به بشپړ شي.
د قوش تېپې د اوبولګولو لوی کانال د هېواد په شمال کې د اوبو د لېږد له سترو پروژو څخه ده، چې اوږدوالی یې ۲۸۵ کیلومتره، پلنوالی یې ۱۵۲ متره او ژوروالی یې له ۸.۵ تر ۱۲.۵ مترو پورې دی.