ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې مو ۲۵ څلورلارې رغولي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو له مرستیال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د خصوصي سکټور په همکارۍ په کابل ښار کې ۲۵ څلورلارې او ګڼ شمېر ګلدانونه رغولي او په وینا یې دا لړۍ لاهم روانه ده.

ښاغلي منصور زیاته کړې، د اسلامي اصولو له غوښتنو سره سم په کابل ښار کې ۱۰۰۰ تنه د ګذر وکیلان او لس زره تنه د کوڅو مخلص کارپوهه استازي ټاکل شوي، چې په ښاري چارو او امنیت کې خورا مثبت ثابت شوي دي.

د نوموړي په وینا، روان کال یې ۱۲ سوه زره نیالګي د ښاروالۍ او خلکو په مرستې د ښار په بیلابېلو برخو کې کېنولي او پالنه یې کیږي.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال زیاته کړې، د ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د معینیت په نوښت د کابل ښار په څنډو کې د خلکو په همکارۍ سلګونه مدرسې جوړې شوي، چې په هره مدرسه کې له دوه سوه تر اته سوه ماشومان په دیني زده کړو بوخت دي او لګښتونه یې د خلکو لخوا ورکول کیږي.

د ښاغلي منصور په وینا، په کابل ښار کې ۴۰ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې او همدارنګه ۱۴۰ ښاري پارکونه چې لویه برخه یې غصب شوې وه راګرځول شوې او د رغولو په حال کې دي.  

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښاروالۍ هڅې ستایلي او ویلي يي دي، چې اړونده ادارې دې له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د ښار په سمون کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، د کابل ښار په رغونه کې د خصوصي سکټور ونډه اړینه ده او هغه کسان چې په دې برخه کې بوخت دي د حکومت لخوا به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

سیاسي مرستیال د ښاروالۍ او ګذر وکیلانو همغږۍ اړینه بللې او په دغه برخه کې یې د ښاروالۍ مرستیال ته لازمې سپارښتنې کړي.