ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له رییس محمد سهیل شاهین سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې لومړی محمد سهیل شاهین په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس زیاته ویلي؛ دا دفتر کوښښ کوي، د تېر په څېر د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د ټینګښت او پراختیا لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي او د اسلامي امارت د منافعو دفاع وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، محمد سهیل شاهین ته د ښه راغلاست ترڅنګ د منافعو د دفاع او له کوربه، د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر  فعالیتونه او کړنې ستایلي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته ویلي، په هغه دفتر کې د اسلامي امارت مسوولین دې کوښښ وکړي چې د سیمې او له سیمې ور اخوا هیوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د تعامل او متقابل درناوي په اساس پراخه کړي.