د اوبو او انرژي وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب په خپل کاري دفتر کې د هوچین انټیلیجنټ پاور چینایي شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو ویلي؛ لېواله دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید، وېش او شبکو د پراختیا په پروژو کې پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي مرستیال د یاد شرکت مسولینو ته ډاډ وکړی، چې د یاد وزارت رهبري د انرژي په پروژو کې د دغه شرکت د پانګونې هر کلی کوي او په دې برخه کې به له هغوی سره همکار و اوسي.