د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوبي کوریا یوې محکمې د دې هېواد د تعلیق شوي ولسمشر یون سوک یول د نیولو حکم په داسې حال کې صادر کړی چې نوموړي د حکومت نظامي اعلان په تړاو محکمې ته ځواب نه دی ویلی.
دغه حکم وروسته له هغې صادر شو چې یون درې ځله د احضاریې له لارې محکمې ته د حاضرېدو غوښتنې ته پام ونه کړ.
یون سوک یول د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په درېیمه نېټه جنوبي کوریا کې نظامي حکومت اعلان کړ، چې ورسره په دې هېواد کې سیاسي ناورین رامنځته شو.