ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې د دوو قومونو ترمنځ د نږدې درې لسیزو شخړه په دوستۍ بدله شوه

د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د سرۍ په کلي کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او ولایتي ادارې په هڅو د دوو قومونو ترمنځ د شا وخوا درې لسیزو شخړه داسې مهال حل شوه، چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، محلي مسولینو او سلګونو عامو خلکو شتون درلود.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي؛ دا ډېر د خوشالۍ ځای دی چې افغانان وروسته له ۴۰ کلونو د یووالي په لور روان دي او خپلمنځۍ بدبینۍ او شخړې له منځه وړي.

نوموړي همدا راز د شخړو او خپلمنځي اختلافونو د بدو عواقبو په اړه تفصیلي خبرې کړي او له دواړو خواو یې مننه کړې، چې دې د خیر کار ته یې غاړه ایښې ده.

ورپسې قومي مخورو او علماوو راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي نظام په راتګ سره افغانان هغه اصل ته ستانه شوي دي، چې له مخې یې په ټولنه کې بدۍ او بدبختۍ ختمېږي.

دوی د سولې او اتحاد په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړي او مسولینو ته یې ډاډ ورکړی، چې د نورو داسې قضیو په حل کولو کې به هم خپل کوشش کوي.

په پای کې دواړو خواوو ته فیصله ابلاغ شوه او دواړو لوریو قناعت ورباندې کړی او خپلمنځي شخړه يې پای ته رسولې.

دغه‌راز دوی د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کړې، چې د ولس تر منځ داسې لویې او قومي شخړې حل کوي.