د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یاد بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري او سیاسي مرستیالانو سربېره د کابینې یو شمېر غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.
ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، نن ورځ په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي او په یو شمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.
د نوموړي په وینا، له بده مرغه پر افغانستان د تحمیل شوو جګړو او یو شمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې وجې د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له وجې د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یو شمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدیریت ته جدي پاملرنه کړې او په همدې موخه یې د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پاتې چارې بشپړې او نن یې له نېکهمرغه هېوادوالو ته د څښاک پاکو او همدا راز د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه ګټې اخیستنې ته سپاري.
ښاغلي برادر اخوند وویل؛ د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ډېرو بزګرانو ته د ځمکو خړوبولو په موخه اوبه برابرې شي، د برېښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دغه لویې او ملي پروژې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې د دې او نورو پروژو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسولیت په سمه توګه اداء کړي.
د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.