ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې درېیم پړاو پیل کړ

ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني په هرات پوهنتون کې د ۱۴۰۲ کال کانکور درېیم پړاو ازموینې پرانستغونډه کې ځوانان د هېواد مهمه برخه یاده کړې او غوښتنه یې ترې کړې، تر څو د زده کړو په برخه کې خپلې هڅې او کوښښونه لا زیات کړي.

ازموینو ملي ادارې رییس ویلي، په علمي برخه کې داسې وسایل باید برابر شي چې دغه نظام پیاوړی شي او په دې وتوانېږي چې د افغانانو اړتیاوې په خپل کور کې پوره شي، نظام او هېواد مو په خپل ځان بسیا او د نورو ملکونو سره سیال شي.

 نوموړي همدارنګه تحصیلي او تعلیمي میدانونه د خپل ځان او هېواد څخه د دفاع لپاره مهم یاد کړي او زیاته کړې یې ده؛ موږ باید په اقتصادي او دفاعي میدانونو کې داسې ځوانان وروزو، چې د هېواد په اقتصادي او دفاعي برخه کې امتیازي کردار ادا کړي تر څو خپل هېواد په خپله اباد کړو.

ښاغلي حقاني د جاپان هېواد پرمختګ ته په اشارې افغانان د ښه ذکاوت او همت خاوندان یاد کړې او ویلي يي دي؛ چې زموږ ځوانان هم کولی شي د هېواد د ابادۍ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

په یاده غونډه کې د هرات پوهنتون رییس پوهندوي عبدالعزیز نعماني د ازموینو ملي ادارې د مشر شیخ عبدالباقي حقاني ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ازموینې ملي ادارې د هڅو ستاینه کړې.

همدارنګه د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار او د هرات د ګاه زرګاه شریفې خطیب مولوي فضل الرحمن انصاري ځوانان زده کړو ته هڅولي او په دې برخه کې یې د ځوانانو ونډه اړینه بللې.

د ازموینو ملي ادارې د پلان او پالېسۍ آمر محمد داود ځلاند د ازموینو ملي ادارې پر هغه اسانتیاوو خبرې کړي، چې په وروستيو کې د یادې ادارې له لورې ځوانانو ته برابرې شوې دي.

نن د ازموینو ملي ادارې له لورې د هېواد په اووه ولایتونو (هرات، بلخ، پروان، پکتیکا، سمنګان، کندز او بدخشان) کې د کانکور ازموینه او د بدخشان ولایت دوه حوزو په شمول درې ولایتونو (روزګان، زابل او نیمروز) کې د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه پیل شوې.